ای اېس پي ار کاږي، پوځي عدالت قضیه له "ټولو قانوني احکاماتو سره سمه" پر مخ لېږدولې، جنرال حمید ته یې "د مدافع ډلې په ګډون ټول قانوني حقونه" ورکړي ول او "مجرم د پرېکړې پرضد د درخواست ورکولو حق" لري.
د ګوند مشر ګوهر علي خان، جنرل سېکرټر سلمان اکرم راجا، د ګوند د خيبر پښتونخوا څانګې مشر جنېد اکبر خان او د عمران خان خویندو علیمې خان، عظما خان او نورین نیازۍ تر څنګ د ګوند لسګونه غړو او پلویانو هم په احتجاج کې ګډون وکړ.
د پاکستان سرکاري ټېلېوېژن (پي ټي وي) پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) ليکلي دي چې فیلډ مارشل عاصم منیر دا څرګندونې د ډېسېمبر پر اتمه په راولپېنډۍ کې د پاکستان د مځکني، بحري او هوايي ځواکونو د یو شریک مرکز پرانېستغونډې ته کړې دي.
د پاکستان دولتي راډیو (راډیو پاکستان) د ډېسېمبر پر نهمه لیکلي دي چې د یادې ادارې لخوا دوی ته د پورونو د یو بل قسط منظوري ښيي چې د پیسو نړیوال صندوق د اسلام اباد له هغو هڅو مطمینه ده چې د اقتصادي اصلاحاتو لپاره یې کوي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د شورا یو مشر سید اغا د ډېسمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ځي خو د ده په وینا، د پاکستان حکومت باید دوی ته دومره وخت ورکړي چې د ژمي دا دوې میاشتې تېرې شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د ډېسېمبر پر پینځمه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال تور پورې کړ چې "ستونزه یوازې د پاکستاني يا افغان طالبانو نه ده بلکې عام افغان وګړي هم په پاکستان کې په جدي جرمونو کې ښکېل دي."
اعلامیه وايي، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) او د ملګرو ملتونو د نفوس یا ابادۍ چارو ادارې کنټینرونه به په پړاوونو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.
بلوڅ وايي، دا مقدمه په ۲۰۲۴ز کال کې په اکتوبر کې د کراچۍ په قایداباد تاڼه کې دایره شوې وه چې پکې پر نوموړې د بغاوت، د ولس د پارولو او ترهګرۍ په ګډون یوشمېر تورونه پورې شوي ول.
عدالت د ټولو تورنو کسانو د غیرمنقول ملکیت د ضبطولو امر هم کړی دی. غیرمنقوله شتنمي د یو چا هغه دارايي وي چې له یو ځای نه بل ځای ته نه شي لېږدول کېدای، لکه ځمکه او کور.
نور وښیئ