د پاکستان د پوځ عدالت د هغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) پخواني مشر جنرال فيض حمید ته د "۱۴ کلونو د بند" سزا اورولې ده.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۱۱مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې لیکلي دي چې په پوځي عدالت کې پر نوموړي "د څلورو تورونو" یعنې "په سیاسي فعالیتونو کې ښکېلتیا، د رسمي رازونو د قانون په سرغړونه د دولت د خوندیتوب او ګټو زیانمنولو، له واک او حکومتي سرچینو څخه د ناوړې ګټې اخیستو او خلکو ته د زیان رسولو" پر اساس مقدمه وچلېده.
بیان وايي، "تورن، تر اوږد او سخت قانوني بهیر وروسته په ټولو تورونو مجرم وپیژندل شو او عدالت ورته د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۱۱مه د ۱۴ کلونو بند سزا" واوروله.
پوځي عدالت فیض حمید د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې په هغو تورونو رسماً تورن کړی وو.
ای اېس پي ار وړاندې کاږي، پوځي عدالت قضیه له "ټولو قانوني احکاماتو سره سمه" پر مخ لېږدولې، جنرال حمید ته یې "د مدافع ډلې په ګډون ټول قانوني حقونه" ورکړي ول او "مجرم د پرېکړې پرضد د درخواست ورکولو حق" لري.
پوځ په بیان کې زیاته کړې چې پر پخواني جنرال فیض حمید د "سیاسي عناصرو په ملګرتیا د سیاسي ګډوډۍ او بې ثباتۍ په پارولو کې او په ځینو نورو مسایلو کې د ککړتیا" تورونه "په جلا توګه" څېړل کېږي.
پوځ په بیان کې نور معلومات نه دي ورکړي، خو د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې یې چې د فیض حمید د رسمي تورنولو په اړه بیان ورکړی وو نو هغه مهال یې هم ویلي ول چې پر نوموړي د ۲۰۲۳ز کال د مې نهمې په پېښو او تاوتریخوالي کې د ککړتیا د تورونو بېلې پلټنې کوي.
د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د تحريک انصاف غړو د درغلۍ په یوه قضیه کې د هغه ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې وې. د دې احتجاجونو پر وخت یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او زیان یې واړاوه.
عمران خان تور پورې کړی وو چې سرکاري دفترونو ته یې د ګوند غړو او پلویانو نه بلکې د استخباراتي ادارو کارکوونکو زیان رسولی وو چې مقصد یې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) پر ضد مقدمې جوړول ول.
خو د هغه وخت وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بللې وه او د هغه ګوند د ځينو مشرانو په شمول ګڼ کسان نيولي ول او وروسته پوځي او د ترهګرۍ ضد عدالتونو د پي ټي ای یوشمېر مخکښو سیاستوالانو او لسګونه پلویانو ته د کلونو بند سزاګانې واورولې.
د ای اېس ای پخواني مشر فیض حمید، د هغه وکیل یا کورنۍ یې لا د پوځي عدالت د پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
فيض حميد: د ای اېس ای له مشرۍ تر زندانه
پر عدالتي پرېکړې شننه
په پېښور کې د قانوني چارو پوه او د خیبر پښتونخوا د وکیلانو شورا (بار کونسل) د اییني کمېټۍ پخوانی مشر سید مبشر شاه وايي، جنرال حمید ته د سزا اورول وړه خبره نه ده ځکه چې پکې په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تور هم شامل دی.
نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، "پر دې تورونو د دومره لویې رتبې یا څوکۍ پوځي افسر ته سزا اورول به د دې ملک پر سیاست ژور اغېز ولري."
خو په اسلام اباد کې د اردو ژبې شخصي ټېلېوېژن دنیا نیوز د دفاعي چارو خبریال او شنونکي محمد عمران مشال راډیو ته وویل، پوځي عدالتونو تر دې مخکې هم متقاعدو جنرالانو ته سزاګانې اورولې دي.
دی وايي، پوځ خپل "یو نظام" لري چې له مخې یې که کوم افسر خپله دنده سمه ترسره نه کړي نو "سزا به مومي."
عمران زیاتوي، همدا لامل دی چې د پوځي عدالت پرېکړه به په پوځ کې دننه "هېڅ منفي اغېز" و نه لري.
د فیض حمید پر وړاندې د درغلۍ قضیه
د پاکستان پوځ د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر ۱۲مه د جنرال حمید د نیولو خبر ورکړی وو او هغه مهال یې ویلي ول چې هغه یې د سپریم کورټ د امر پر اساس د درغلیو په مقدمه کې ګرفتار کړی دی.
پوځ ویلي ول چې عدالتي پلټنې یې کړې دي چې د ټاپ سېټي په نوم په قضیه کې د جنرال فیض حميد پر ضد د شکايتونو کره والی معلوم کړي.
ای اېس پي ار په هغه بیان کې زیاته کړې وه چې د پلټنو تر بشپړېدو وروسته یې د نوموړي پر ضد د پوځي قوانینو له مخې مقدمه یا کورټ مارشل پیل کړی دی.
ټاپ سېټي له اسلام اباد سره د استوګنې جدید وړوکی ښار دی. د هغې رهایشي سیمې جوړوونکي معیز احمد خان سپریم کورټ ته درخواست کړی وو چې په ۲۰۱۷ز کال کې د ای اېس ای او رېنجرز ځواک سرتېرو یې پر کور او دفتر د چاپو پر مهال سره زر، الماس او پیسې له ځان سره وړې وې.
د هغه په وینا، د جنرال حمید ورور، نجف حمید وروسته د هغه ملاقات له څو پوځي افسرانو سره وکړ، ځینې شیان یې بېرته وروسپارل او ژمنه یې وکړه چې پاتې شیان به هم ورکړي.
معیز احمد خان په خپل غوښتنلیک کې دعوه کړې وه چې جنرال فیض حمید په هغه ټول بهیر کې له خپل واکه ناوړه ګټه اخیستې وه.
سپریم کورټ تر دې وروسته د دفاع وزارت ته امر کړی وو چې د پوځ اړوندې ادارې دې د هغو تورونو پلټنې وکړي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د ۲۰۲۴ز کال د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته ويلي ول چې د استخباراتي ادارې ای اېس ای د پخواني مشر جنرال فیض حمید پر وړاندې د پوځي قوانینو له مخې مقدمه (کورټ مارشل) روانه ده.
جنرال شریف زياته کړې وه چې هغه لوړپوړی پوځي افسر یې د "کره شواهدو" پر اساس نیولی دی. "که څوک په پوځ کې خپلې شخصي ګټې په پام کې نیسي او د ترلاسه کولو لپاره یې کار کوي، نو د پوځ د احتساب نظام ورڅخه پوښتنه کوي او د ثبوتونو له مخې ورته سزا ورکوي."
ده دعوه وکړه چې تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې جنرال حمید تر تقاعد وروسته هم څو ځلې د پوځي قانون سرغړونه کړې ده.
جنرال حميد د ۲۰۱۹ز کال له جون څخه د ۲۰۲۱ز کال تر نومبره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر وو.
تر دې وروسته هغه د ۲۰۲۲ز کال د اګست تر اتمې پورې د پېښور او بیا د بهاولپور قول اردو مشر (کور کمانډر) شو.
نوموړی هلته د ۲۰۲۲ز کال تر ډېسېمبره پورې پاتې شو او د دندې د مودې تر ختمېدو مخکې یې استعفا ورکړه.