خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.
د پاکستان په ګډون په نړۍ کې پر ښځو د تشدد ختمولو ۱۶ ورځنی کیمپېن د ډېسېمبر پر ۱۰مه پای ته رسي. سږ کال د کیمپېن موضوع "د ښځو د برېښنايي (ډېجیټل) ځورونو پر وړاندې یو موټی کېدل"وه. نور په دې راپور کې.
په پاکستان او خيبر پښتونخوا کې د ښځو پر ضد د تشدد او د ښځو د حقونو په اړه مختلف قوانين موجود دي خو په خلکو کې د پوهاوي د کمي له امله اکثره داسې پېښې نه رپورټ کېږي
ډاکټره سمیرا شمس د خیبر پښتونخوا د مېرمنو د وضعیت د څېړلو د کمیسون مشره ده. نوموړې د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د خیبر پښتونخوا مېرمنې په کور دننه او له کوره بهر ډېرې ستونزې لري خو د هغوی کمېشن یې د هوارۍ پوره پوره هڅه کوي.
د پبو تاڼې چارواکو د نومبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې ۲۸ کلن سلمان او د هغه ملګری خیال محمد د نومبر پر ۱۶مه شپې مهال په بې نظير ګړهۍ سيمه کې وژل شوي دي چې مړي يې په خوړ کې موندل شوي دي.
که څه هم په پاکستان او افغانستان کې وخت په وخت د پولیو يا ګوزڼ وایرس ضد کيمپېنونه کېږي خو لا هم په هغو هېوادونو کې د پولیو ناروغۍ وایرس موجود دی. څېړونکي د دې لامل د پولیو له څاڅکو څخه انکاري پلرونه، د کيمپېن پر وخت نه کېدل او ځینې نور وجوهات یادوي.
محمد ابراهيم د ۲۰۲۱ز کال په جون کې په پېښور کې خپله مېرمن، درې زامن، د تره زوی او د هغه مېرمن او لور وژلي ول. په پېښه کې يو ماشوم ژوبل شوی هم وو. د وکیل په خبره، د ابراهيم او د هغه د مېرمنې تر مینځ طلاق شوی وو، خو نوموړی شکمن وو چې د مېرمنې او د تره د زوی ترمينځ يې اړيکې شته.
د کمېشن غړو د سېپټېمبر پر ۲۶مه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې په تیرا کې د شوې پېښې قربانیانو ته یوازې معاوضه ورکول کافي نه دي بلکې د دې پېښې کره پلټنې هم پکار دي.
د خیبر پښتونخوا د بونېر اوسېدونکې او د پاکستان پیپلز ګوند سیاستواله ډاکتره سوېرا پرکاش وايي، د ضلعې سېلاب ځپلي د سختې نفسیاتي یا رواني صدمې ښکار دي. موږ له ډاکترې پرکاش څخه د مرکې په پیل کې د سیمې د تازه حال پوښتنه کړې ده. بشپړه مرکه واورئ.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کرک استازې مهر سلطانه وايي، پر ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره هڅې کول غواړي. نوموړې په وروستیو کې د ښځو پر ځانګړې څوکۍ منتخبه شوه او د پیپلز ګوند غړې ده. له نوموړې سره بشپړه مرکه واورئ.
سایره شمس د دیر یوه باهمته نجلۍ ده. هغې د معذورۍ باوجود لوړې زده کړې او شاعري کوي. د سایرې شمس د شاعرۍ دوه کتابونه چاپ شوي دي. هغه وايي، د ادب او ټولنیزو فعالیتونو له لارې د نورو معذورو نجونو د حقونو لپاره غږ پورته کول غواړي. د سایره شمس خبرې دلته واورئ.
په خیبر پښتونخوا کې د معذورۍ ښکار کسان وايي، د ټولنې د وګړو د ناسمې رویې تر څنګ د حکومت له پامه هم بې برخې دي. دوی وايي، په ځانګړو څوکیو هم دندې نه شي ترلاسه کولای او په ګاډو کې په تګ راتګ کې هم له ستونزو سره مخامخ دي. پر دې موضوع تفصیل په دې ځانګړې خپرونه کې.
د خیبر پښتونخوا د اېچ ای وي، تور ژیړي او تېلېسیمیا ناروغیو د مخنیوي او علاج لپاره حکومتي اداره وايي، په هغه صوبه کې څه باندې ۹،۰۰۰ کسان په اېچ ای وي اخته دي او ځینې یې اېډز شوي دي.
د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) یو چارواکي عرفان الله مشال راډیو ته وویل، پېښه د جولای پر ۱۰مه د مندڼ امازیو تحصیل په کنډرو سیمه کې شوې ده.
راپور وايي بارانونو ټول ټال ۷۵ کورونو ته هم زیان اړولی دی چې پکې ۱۱ په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د پوليو مخنیوي پروګرام ادارې د جون پر ۲۷مه په یو بیان کې ویلي چې دا ماشوم د ټانک په اماخېل یونېن کونسل کې پولیو وهلی دی
د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فیضي د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا کسان په ټرافیکي حادثه، اورلګېدنې، ډزو او ډوبېدو پېښو کې وژل شوي دي.
په پاکستان کې وخت په وخت هغه نجونې او مېرمنې وژلې شوې دي چې پر ټولنیزو رسنیو ځلېدلې وې. تازه تازه د جون په درېیمه ۱۷ کلنه ثنا یوسف په اسلام اباد کې په ډزو ووژل شوه.
نور وښیئ