نوي دلي کې پر فیلانو د تشدد ضد احتجاج شوی دی
د هند په پلازمېنه کې د ځناورو د حقونو مدافعینو پر فیلانو (هاتیانو) د سپرلۍ او په سیلګرۍ او تفریحي صنعتونو کې یې د کارولو پرضد مظاهره کړې ده. د ډېسېمبر نهمې د احتجاج ګډونوالو وویل، فیلان د سپرلۍ لپاره نه دي جوړ او د دې موخې لپاره یې کارول خورا ناوړه عمل دی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.