پاکستان تحریک انصاف د ډېسېمبر پر اوومه په پېښور کې د ګوند د زنداني مشر د خوشې کولو لپاره د جلسې پر مهال د یو قرارداد په منظورولو د پاکستاني پوځ له ویانده غوښتنه کړې چې د عمران خان په اړه دې په خپلو څرګندونو معافي وغواړي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر - ای اېس پي ار - مشر جنرال احمد شریف چودري د