د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې د توغندي د یوې پېښې څرنګوالي یا نوعیت په اړه ضد و نقیض راپورونه دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د بې پیلوټه الوتکې مرمۍ د ډېسېمبر پر ۱۰مه په یوه مدرسه کې چاودلې چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۴ ژوبل دي. خو د استخباراتي ادارو سرچینې وايي، پر "جومات له نامعلوم ډرون څخه توغندی" غورځول شوی دی چې ماشومانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د میرلي د پولیسو دفتر یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته یوازې دومره وویل چې پېښه د ډېسېمبر پر ۱۰مه په ایسوړي سیمه کې په یوه مدرسه کې شوې ده.
د سیمې دوو اوسېدونکو ملک سید ولي او ناصر داوړ مشال راډیو ته وویل، مرمۍ له ډرون الوتکې توغول شوې وه او له تېرو درو ورځو راهیسې پر ځمکه پرته وه.
دوی وايي، پوځي چارواکي یې خبر کړي ول خو هغوی ګوله له هغه ځایه پورته نه کړه.
هغوی وايي، توغندی ماشومانو په اوږو مدرسې ته لېږدولی وو چې په ودانۍ کې دننه چاودېدلی دی.
دوی وايي، د ژوبلو ماشومانو عمرونه د شپږو او ۱۲ کلونو ترمینځ دي.
په شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکو لا رسماً د خلکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو استخباراتي سرچینو مشال راډيو ته وویل چې د چارشنبې (شورو) پر ماسپښین څه باندې یوه بجه د "ایسوړي پر جومات له نامعلوم ډرونه توغندی ویشتل شوی چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۴ ژوبل" دي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د سیمې د اوسېدونکو او استخباراتي چارواکو څرګندونې نه شي تاییدولای.
پولیس او د سیمې اوسېدونکي وايي، ژوبل کسان د میرلي او بنو روغتونونو ته لېږدول شوي چې ورڅخه یې د ځینو روغتیايي وضعیت خراب دی.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي. په همدې حال کې پوځ او پولیس وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی.
له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي او ځايي خلک د اکثرو حملو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي. پوځ البته ټینګار کوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.
له دې پرته په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو پر مهال د خیبر پښتونخوا د قبایلي او نورو ضلعو په بېلابېلو برخو کې ځمکلاندې بمونه او ناچاودلې مرمۍ پاتې شوې دي چې چاودنې یې اکثر مرګژوبله اړوي.
د نومبر پر ۲۶مه د باجوړ په جنت شاه کلي کې د یوې مارټر مرمۍ چاودنې دوه تنه ووژل او یو یې ژوبل کړ. داراز، د نومبر پر ۲۴مه د بر جنوبي وزیرستان په منتوی کې د ځمکلاندې بم چاودنې یو ۱۲ کلن ماشوم وواژه.
په تېرو کلونو کې د جنوبي وزیرستان او نورو ضلعو اوسېدونکو څو ځلې مظاهرې کړې دي او له چارواکو یې د ماینونو پاکولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی.
دا لا معلومه نه ده چې د ځمکلاندې بمونو پاکولو بهیر څومره سلنه بشپړ شوی دی خو پوځ د ۲۰۲۱ز کال په پای کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي.